ډېر لوستل شوي

افغانستان او قزاقستان پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي

د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د ۵۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د ۱۰ افغان شرکتونو په استازيتوب د يادې خونې د مديره پلاوي غړي او د خوراکي توکو کمېټې مشر وحيدالله عزيزي په مشرۍ سوداګریز پلاوي د قزاقستان په کوستانای ښار کې له «حاصلاتو وروسته؛ د کرنې فصل ۲۰۲۶» نړیوال پروګرام کې ګډون کړی دی.

د یادو تړونونو له ډلې، د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د غنمو او نورو کرنیزو محصولاتو د عرضې او د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت د اوړو د عرضې تړونونه شامل دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو د تولیدوونکو او پېرودونکو ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي او کرنیزو همکاریو پراختیا ده.

دا سفر د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې درې میلیارد ډالرو ته د لوړولو د نقشې او د دوه‌اړخیزو هوکړو د تعقیب په چوکاټ کې ترسره شوی دی.

اړوند خبرونه