د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي توماس فریلېسن سره په لیدنه کې د نشهیي توکو د مخنیوي په برخه کې له افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې فریلېسن د امنیت او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادونه کړې او د یو لړ بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه یې د نظرونو تبادله کړې ده.
مولوي امیرخان متقي ویلي چې د نشهیي توکو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د لاسته راوړنو د ملاتړ لپاره نړیوالې ټولنې له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې لازمې مرستې او نور اړین اقدامات نه دي ترسره کړي.
د سرچینې په وینا، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ډاډ ورکړی چې د دې ټولنې رسمي دریځ د افغانستان د امنیت د ټینګښت او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ملاتړ دی او هڅه به وکړي چې په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخه کړي.

