د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون» د دې هېواد د دفاعي صنایعو له نوي جوړ شوي موزیم څخه لیدنه کړې چې پکې د امریکا خاورې ته د رسېدو وړتیا لرونکی «هواسونګ-۲۰» بینالقارهيي بالستیک توغندی هم نندارې ته اېښودل شوی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغه موزیم کې د «کيم جونک اون» د واکمنۍ پر مهال جوړې شوې د اوږد واټن توغندیو ترڅنګ بېپیلوټه الوتکې او نورې وسلې هم نندارې ته اېښودل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسیا ته د خپل پلان شوي سفر پر مهال له «کیم جونګ اون» سره د احتمالي لیدنې خبر هم ورکړی دی.

