ډېر لوستل شوي

د لومړۍ کټګورۍ ولایتونو لپاره د صنعتي پارکونو هر مترمربع ځمکې قیمت ۱۵۰ افغانۍ ټاکل شوی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه ټاکل شوي دي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې د لومړۍ کټګورۍ ولایتونو لپاره د صنعتي پارکونو د هر مترمربع ځمکې قیمت ۱۵۰، د دویمې کټګورۍ ولایتونو لپاره ۱۰۰ او د درېیمې کټګورۍ ولایتونو لپاره ۵۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې چې د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۴ کال د وروستیو شپږو میاشتو راپور هم وړاندې او تایید شوی دی.

د دې راپور له مخې، د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۴ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د هېواد داخلي بازارونو د وضعیت له ارزونې وروسته پر هغو وارداتي توکو په تدریج سره تعرفه زیاته کړې، چې هغه په کور دننه تولید او د داخلي بازارونو اړتیا پوره کولی شي.

اړوند خبرونه