د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړۍوال نندارتون د پای په مراسمو کې وویل چې په دغه نندارتون کې د ۹۴۳ میلیون او ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
هغه زیاته کړه، یاد هوکړهلیکونه او تړونونه د افغانستان او د سيمې هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو کنفرانسونو پر مهال لاسلیک شوي دي.
د ده په وینا، په دغه نندارتون کې ۳۲۳ کورنیو او بهرنیو شرکتونو خپل محصولات او تولیدات، په ۷۰۰ غرفو کې د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړل چې د سيمې او ګاونډيو هېوادونو ۵۰۰ تنو بهرنیو سوداګرو او استازو هم ګډون په کې کړی وو.

