اکسیوس راپور ورکړی چې د اسراییلي پوځ لوی درستیز ایال زمیر له خپل امریکايي سیال ډان کېن سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې د ایران پر وړاندې د جګړې بیا پیل په راتلونکو درېیو اوونیو کې ښايي د اسراییل د ټاکنو د ځنډېدو لامل شي؛ ځکه تهران ښايي په ځواب کې سلګونه بالستیک توغندي وتوغوي.
د راپور له مخې، اسراییل د ایران له لوري د یورانیمو د غني کولو لپاره د «کلنګ ګزلا غر» تاسیساتو د احتمالي کارونې په اړه هم اندېښنه لري.
بلخوا، سپینې ماڼۍ د ایران پر وړاندې د جګړې د بیا پیل په اړه د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ د خبرو راپور رد کړی او ویلي یې دي چې امریکا به د منځمهالو ټاکنو تر مخه پر ایران برید ونه کړي.
اکسیوس زیاتوي چې قطري منځګړي لا هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د وروستي وړاندیز په اړه د ایران ځواب ته منتظر دي.
یوه امریکايي چارواکي مذاکرات نه بشپړ مړه او نه هم فعال بللي او ویلي یې دي چې واشنګټن به د فشار زیاتولو ته دوام ورکړي.

