د افغانستان او ایران ګډې سوداګرۍ خونې ویلي چې د افغان سوداګرو ۲۰ کسیز پلاوی د دې خونې په نوښت د «ایران مېد ۲۰۲۶ تخصصي نندارتون» کې ګډون کړی دی.
د یاد نندارتون په څلور ورځني بهیر کې طبي تجهیزات او لوازم، لابراتواري وسایل او د روغتیايي برخې اړوند نور محصولات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کېږي.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ دې خونې ويلي، ټاکل شوې چې د دې نندارتون په څنډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او اقتصادي فعالانو ترمنځ دوهاړخیزې سوداګریزې ناستې (B2B) هم ترسره شي.
د دغو ناستو موخه د سوداګریزو فرصتونو پېژندل، د نظرونو تبادله او د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا بلل شوې ده.

