اوکرایني چارواکي وايي، د سپېساېکس شرکت له لوري د سټارلېنک سپوږمکۍ انټرنېټي خدمتونو محدودېدو د دغه هېواد د بریدګرو او هوايي دفاعي بېپیلوټه الوتکو عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا، دغه محدودیتونه په داسې حال کې لګول شوي چې له واشنګټن سره یې اړیکې ترینګلې شوې او د جګړې په ډګر کې د امریکا د ملاتړ د دوام په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي د سټارلېنک د پوځي خدمتونو محدودول «لویه تېروتنه» بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا پرېکړه ښايي د جګړې پر ډګر ناوړه اغېزې ولري او د ګڼو انسانانو د وژل کېدو لامل شي.

