ډېر لوستل شوي

د لوړو زده‌کړو وزیر د کندهار پوهنتون له تدریسي روغتون څخه لیدنه کړې

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولايت د پوهنتون له مستشفی عمر تدریسي روغتون څخه لیدنه کړې او د پوهنتون په علمي شورا کې یې ګډون کړی دی.

د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، ښاغلي نديم د یاد روغتون د چارو ارزونه کړې، د مسوولینو کاري راپور یې اورېدلی او د روغتون د پرمختګونو او د متخصصینو د خدمتونو ستاینه یې کړې ده.

ښاغلي ندیم د روغتون د طبي وسایلو او ماشینونو پر عصري کولو ټینګار کړی او د نوې طبي ټکنالوژۍ د برابرولو په اړه یې د مسوولینو وړاندیزونه منلي دي.

نوموړي همداراز د روغتون د زېربناوو د پراختیا لپاره د اړینو پرېکړو یادونه کړې او د زده‌کړيالانو د عملي زده‌کړو ترڅنګ یې د خلکو د درملنې پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د لوړو زده‌کړو وزیر د کندهار پوهنتون په علمي شورا کې هم د استادانو او مسوولینو د کاري وړتیا، ښه نیت، عملي فعالیتونو او نوښت پر اهمیت خبرې کړې دي. هغه ویلي، د دنیا او اخرت د بریا لپاره د کار پوهه او ښه اراده اړين دي.

نوموړي همداراز د استادانو او زده‌‌کړيالانو پر عملي کار او نوښت ټینګار کړی او په وينا يې چې د خپلواک نظام په چوکاټ کې د خدمت او نوښت لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

اړوند خبرونه