ډېر لوستل شوي

اوو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۴ تنه نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو يې په تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال په اوو ولایتونو کې ۳۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

ياد وزارت وايي، نیول شوي کسان د ناقانونه کیندنو، قماربازۍ، غلا، د برېښنا مزي پرې کولو او د برېښنا شرکت د یوه کارکوونکي د وهلو ټکولو په قضیو کې ښکېل بلل شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، نهه تنه په نیمروز کې د ناقانونه کیندنو، اووه په تخار کې د قماربازۍ، شپږ په کونړ او څلور په نورستان کې د غلا، درې په غزني کې د یوه موټرسایکل د غلا، دوه په سمنګان کې د برېښنا مزي پرې کولو او د یوه کارکوونکي د وهلو ټکولو او دوه نور په فاریاب کې د غلا په تړاو نیول شوي دي. وزارت زیاتوي چې په فاریاب کې یو بل کس هم له یوه میل تومانچې سره نیول شوی دی.

اړوند خبرونه