سياېناېن راپور ورکړی د امریکا پوځ پر ایران د نویو یرغلیزو بریدونو پلان چمتو کړی چې پکې د «بمونو مور» په نوم د یوه درانه بم کارول هم شامل دي.
په راپور کې د امریکا د جګړې وزارت د څو سرچینو په حواله ويل شوي چې که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځي عملیاتو د بیا پیل امر وکړي، ښايي دغه بم د ایران پر اټومي تاسیساتو او د انرژۍ پر زیربناوو وکارول شي. سرچینې زیاتوي چې د پوځي عملیاتو د بیا پیلولو پرېکړه ښايي د امریکا د منځمهاله ټاکنو مخکې یا وروسته وشي، خو د بریدونو د ترسره کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه د ټرمپ په امر پورې تړلې ده.

