د جوزجان والي قاري محمد اسماعیل راسخ، د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراجالدین حقاني سره لیدلي او د امنیتي، ټولنیزو او حکومتولۍ اړوندو موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
د ياد ولایت مقام د رسنيو دفتر وايي، ښاغلي راسخ د جوزجان ولایت ستونزې او اړتیاوې له کورنیو چارو وزیر سره شریکې کړې او د دغه ولایت د امنیتي او ټولنیز وضعیت د ښهوالي او حکومتولۍ چارو ته د لا ډېرو پاملرنو غوښتنه یې کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، د کورنیو چارو وزیر د مطرح شویو موضوعاتو د حل او تعقیب په برخه کې د جوزجان ولایت مقام ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

