ډېر لوستل شوي

قطر: پر خلیج هېوادونو د ایران بریدونه د «ناسمې محاسبې» پایله وه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري پر خلیج هېوادونو د ایران بریدونه د «ناهیلۍ او ناسمې محاسبې» پایله بللې او ویلي یې دي چې د سیمې د ثبات لپاره باید د ټولو خواوو اندېښنې په پام کې ونیول شي.

الانصاري له العربیه خبري شبکې سره په مرکه کې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه هم بې‌توجیه بللي او ټینګار یې کړی چې په دوحه کې له امریکایي پوځي اډې څخه د ایران پر ضد هېڅ ډول برید نه‌دی شوی.

نوموړي د فارس خلیج په سیمه کې د یوه نوي امنیتي نظام پر رامنځته کېدو هم ټینګار کړی، څو د شخړو او ناسمو محاسبو مخه ونیول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د عمان په منځګړیتوب د مسقط په خبرو کې د هرمز تنګي د وضعیت په اړه ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

اړوند خبرونه