د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، تهران چمتو دی چې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د ترینګلتیاو د حل لپاره د دواړو خواو په غوښتنه ډیپلوماټیکه همکاري وکړي.
بقایي له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې ایران د خبرو اترو له لارې د یادو ترینګلتیاو د هواري ملاتړ کوي او چمتو دی په دې برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي پر سعودي عربستان د حوثیانو په بریدونو کې د ایران د ښکېلتیا په اړه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې حوثیان د خپلو ګټو او ارزونو پر بنسټ پرېکړې کوي او اقدامات ترسره کوي.

