ډېر لوستل شوي

باکو کې د افغانستان او اذربایجان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

په باکو کې د افغانستان سفارت سرپرست ډاکټر محمد فیصل د اذربایجان د وسپنې پټلۍ ادارې د بهرنیو اړیکو له رییس شاهمر حاجییف سره کتلي دي.

په اذربایجان کې د افغانستان سفارت پر اېکس‌پاڼه لیکل شوي، په دې کتنه کې د وسپنې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا، د تخنیکي ناستو پر جوړولو، د ظرفیت لوړونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

دواړو لوریو د ګډې همغږۍ او دوامدارو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی او د اړوندو برخو په چارو کې یې د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه