والسټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په موخه، د امریکا او چین له ولسمشرانو سره د درې اړخیزې غونډې وړاندیز کړی چې په طرحه کې یې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي او اروپايي هېوادونه نه دي شامل.
د راپور له مخې، پوتین دغه وړاندیز د اکټوبر پر نهمه له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټلېفوني اړیکه کې مطرح کړی او وړاندیز یې کړی چې غونډه راتلونکې میاشت جوړه شي.
ورځپاڼه لیکي، مسکو غواړي د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې اترې د زلېنسکي له ګډون پرته ترسره شي.
په ورته مهال، کرملېن هم تایید کړې چې د احتمالي غونډې په اړه خبرې روانې دي، خو تر اوسه د غونډې د جوړېدو او کاري اجنډا په اړه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

