ډېر لوستل شوي

بلوچستان کې ټرافیکي پېښه؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي

د بلوچستان په بولان ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي او یو بل کس سخت ټپي شوی دی.

د سیمه‌ییزو پولیسو په وینا، پېښه دربي سیمې ته نږدې د یوه مزدا لارۍ او الټو موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د پېښې قربانیان او ټپي کس د درملنې لپاره د ډهادر روغتون ته لېږدول شوي چې د روغتون مسوولینو ویلي، مړه شوي کسان د سیبي ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

پولیسو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پلټنې پیل کړې، څو د ټکر اصلي لامل او د پېښې نور جزییات معلوم کړي.

اړوند خبرونه