د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د سپین بولدک له لارې ۹۶ کورنۍ له پاکستانه خپل هېواد ته راستنې شوي دي.
د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي پنډغالي کې د کډوالو د ثبت او تثبیت کمیټې مسوولینو ویلي چې ددغو کورنیو د غړو شمېر تر ۵ سوو اوړي.
د کندهار ځایي مسوولین وايي چې دغو کورنیو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي دي.
د یاد ولایت د کډولو ریاست په قول چې دا کورنۍ د لا ډېرو مرستو په موخه مرستندویه موسسو ته ورپېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د کډوالو د راستنېدنې بهیر چټک شوی.