ډېر لوستل شوي

ایران او روسیې د کابل او اسلا‌اباد ترمنځ د ترینګلتیاو پر کمولو ټینګار کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې ایران او روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاو د کمولو په اړه ګډ دریځ لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت پر ارامېدو ټینګار کوي.

عراقچي دغه څرګندونې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې کړې دي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د روسیې سفیر هم ویلي وو چې مسکو چمتو دی د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ترینګلتیاو په کمولو کې همکاري وکړي.

د دواړو هېوادونو څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاو کمول د سیمه‌ییز ثبات لپاره مهم بلل کېږي.

اړوند خبرونه