ډېر لوستل شوي

غور کې به دوه زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د اوبو رسولو او زېرمې د دوو شبکو د پیل خبر ورکړی دی.

د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیح الله غوثي زاده رسنیو ته ویلي چې د اوبو رسونې دغه دوه شبکې سولري دې چې د یونسیف موسسې په مالي ملاتړ د ۸ میلیونه ۴۲۸ زره ۸۵۳ افغانیو په لګښت د یاد ولایت په دولینه او تیورې ولسوالیو کې جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې د یادو شبکو په جوړېدو سره به په دغو دوو ولسوالیو کې ۲ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې او درې سوه وزګارو ځوانانو ته به کارموندنه وشي.

اړوند خبرونه