ډېر لوستل شوي

د بریټانیا پولیسو له ایران سره د استخباراتي همکارۍ په شک دوه کسان نیولي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د بریټانیا پولیسو د فرفورډ پوځي هوايي اډې ته نږدې دوه ۲۴ او ۲۵ کلن کسان د مشکوکو فعالیتونو په تړاو یو ځل بیا نیولي دي.

د بریټانیا پولیسو ویلي، د دې پېښې په تړاو د ایران د دولت د احتمالي لاس لرلو شک شته او څېړنې روانې دي، څو د پېښې څرنګوالی، د شکمنو کسانو اړیکې او د فعالیتونو موخه روښانه شي.

د راپور له مخې، دواړه کسان تر دې مخکې هم د یادې هوايي اډې ته نږدې د مشکوکو فعالیتونو په تړاو نیول شوي وو، خو وروسته په ضمانت خوشې شوي وو.

فرفورډ د بریټانیا یوه مهمه پوځي هوايي اډه ده چې امریکايي بم غورځوونکو الوتکې هم ترې استفاده کوي.

په ورته وخت کې، په بریټانیا کې د ایران سفیر د دې پېښې په تړاو د تهران د لاس لرلو ادعا رد کړې ده.

تر اوسه د قضیې په تړاو وروستۍ قضايي پرېکړه نه ده شوې او د پولیسو څېړنې دوام لري.

اړوند خبرونه