د سعودي عربستان په دمام ښار کې د ملک فهد نړیوال هوايي ډګر په برید کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې دغه پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د برید له امله د اوښتو مالي زیانونو د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.
بلخوا، امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان کې د دغه هېواد یو شمېر ډیپلوماټانو او د هغوی د کورنیو غړو ته امر کړی چې له ډیپلوماټیکو استازولیو ووځي.
د امریکايي چارواکو په وینا، واشنګټن په پام کې لري چې په سیمه کې د خپلو یو شمېر نورو ډیپلوماټیکو استازولیو د کارکوونکو د کورنیو غړي هم له اړوندو هېوادونو وباسي.

