ډېر لوستل شوي

عاصم منیر د خپل سفر پر مهال ایراني چارواکو ته د امریکا سخت خبرداری رسولی

الحدث ټلوېزیون راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا سخت خبرداری د ایران چارواکو ته رسولی دی.

ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي چې منیر په تهران کې د ایران د ملي امنیت شورا له منشي محسن رضايي سره لیدلي او د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو لپاره د یوې نوې لارې د موندلو په اړه یې خبرې کړې دي.

سرچینې زیاتوي چې د پاکستان د پوځ مشر په خپلو لیدنو کې د سعودي عربستان د امنیت پر اهمیت ټینګار کړی او د ایران له چارواکو یې غوښتي چې د خپل اټومي پروګرام په تړاو نرم دریځ غوره کړي.

د راپور له مخې، د عاصم منیر دغه سفر په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو او د ډیپلوماټیکو هڅو د پیاوړتیا په لړ کې ترسره شوی دی.

اړوند خبرونه