د یونان په پلازمېنه اتن کې د یوې ودانۍ دننه د چاودنې له امله دوه پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه د چهارشنبې په ماښام د اتن په کولونوس سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې پولیسو د نشهیي توکو د یوې مشکوکې بستې د پلټنې پر مهال له چاودنې سره مخ شول.
د پولیسو په وینا، په بکس کې ځای پر ځای شوی بم د پلټنې پر مهال چاودنه کړې ده.
ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او پولیسو د پېښې په ځای کې د چاودېدونکي توکي پاتې شوني موندلي دي.

