ډېر لوستل شوي

ټرمپ: د ایران د اټومي وسلو مخنیوی زما د حکومت له سترو لاسته راوړنو ده

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی د هغه د حکومت له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.

د فاکس نیوز د ټرمپ په حواله ویلي، د ایران پر وړاندې د هغه د حکومت اقداماتو زړورتیا ته اړتیا لرله، ځکه د ده په وینا، د امریکا هېڅ پخواني ولسمشر د ورته اقداماتو چمتووالی نه درلود.

ټرمپ ادعا کړې، که امریکا مداخله نه وای کړې، ایران به تر اوسه له اټومي وسلو کار اخیستی وای.

بل‌خوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تر دې مخکې څو ځله بېلابېلو څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه دی او چمتو دی چې د خپل اټومي پروګرام د سوله‌ییز ماهیت په اړه نړیوالو ته ډاډ ورکړي.

اړوند خبرونه