د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د یادې ادارې کارکوونکو په ابو نصر فراهي بندر کې شاوخوا ۴۰ ټُن کمکیفیته ودانیز توکي (کاشي) بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا کاشي له کورنیو معیارونو برخمن نه وو او هېواد ته یې د واردېدو مخه نیول شوې ده. د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت څارنې او کنټرول بهیر په جدي توګه ادامه لري.

