د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، مسکو چمتو دی چې د امریکا په منځګړیتوب له اوکراین سره د سولې خبرې بیا پیل کړي او ټینګار کوي چې راتلونکي مذاکرات باید د روسیې او اوکراین او په ټوله اروپا کې د امنیت پر تضمین متمرکز وي.
پوتین له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې، د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیو ویټکاف سره تر لیدنې یوه ورځ وروسته ویلي چې روسیه د لنډمهاله اوربند پر ځای د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې تلپاتې سولې هوکړه غواړي.
هغه زیاته کړې چې د مسکو او کېیف ترمنځ راتلونکې خبرې باید د داسې امنیتي تضمینونو پر رامنځته کولو متمرکزې وي چې په سیمه کې د اوږدمهاله ثبات زمینه برابره کړي.
د پوتین د څرګندونو له مخې، روسیه د راتلونکې میاشتې په اوږدو کې د امریکا په منځګړیتوب له اوکراین سره د سولې خبرو بیا پیلولو ته چمتووالی لري.

