د چين دولتي خبري اژانس شينهوا راپور ورکړي چې د رېښتر په کچه ۷ درجې زلزلې د تبت په سيمه کې د ناګچو ښار ځينې سيمې لړزولې دي.
سرچينه ليکي، دې زلزله کې له لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه او ۴۶ نور ټپيان شوي دي. دغه راز، اسوشیټډ پریس هم راپور ورکړی چې د پنجشنبې شپې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه، ۴۶ ټپیان او شاوخوا ۳۳۹ کورونه ویجاړ شوي دي.

