د نیمروز امنیتي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په مرکز زرنج ښار کې یې د درملنې په موخه سل روږدي راټول کړي دي.
د نیمروز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا عبدالواسع ریحان ویلي چې دا روږدي یې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان له مخې راټول او د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د روږدو کسانو د درملنې کلینیک ته لېږلي دي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د روږدو په پار ځانګړي روغتونونه رامنځته شوي دي