ډېر لوستل شوي

څلور اسلامي هېوادونه: د فلسطین اشغال د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل دی

د ترکیې، سعودي عربستان، مصر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په استانبول کې تر ګډې غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې د اسراییل له لوري د فلسطین اشغال د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل بللی او په غزه کې یې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د اعلامیې له مخې، د دغو څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې غزې ته باید د بشري مرستو رسولو بهیر دوام ومومي او اړمنو خلکو ته د مرستو د رسېدو په برخه کې باید خنډونه نه وي.

په اعلامیه کې دغه راز له حوثیانو غوښتنه شوې چې د پوځي عملیاتو پر ځای خبرو اترو ته مخه کړي.

 د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې او سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو په تړاو هم مذاکرات د ستونزو د حل او د کړکېچ د کمولو یوازینۍ لار بلل شوې ده.

اړوند خبرونه