د ایران مذهبي مشر، مجبتی خامنهيي وایي چې د سږ کال په جګړه کې ایراني توغندیو د امریکا سمندري ځواکونه شاتګ ته اړ کړي او ژر به له عربي سمندر څخه ووځي.
په راپورونو کې د خامنهيي له قوله راغلي چې ډېر ژر به عربي سمندر د «یرغلګر دښمن» له شتون څخه پاک شي، او په وینا یې چې دا په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور پایتهرسېدو په مانا دي.
بلخوا امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې امریکا – اسرائیل پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
د یادولو ده چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم شته او هره ورځ د جګړې او یو پر بل د بریدونو د پیلېدو احتمال شته.

