د ماليې وزارت وايي چې د تېرو څو ورځو راهسې په يو شمېر رسنيو او ټولنيزو پاڼو کې د امارتي ادارو د معاشونو د ځنډ په تړاو خپرې شوې اوازې ناسمې دي.
ياد وزرات د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د امارتي ادارو کارکوونکو معاشونه به په نورمال ډول له کومې ستونزې پرته پر خپل وخت اجراء شي.
دا په داسې مهال ده چې په دې وروستيو کې په يو شمېر ټولنيزو پاڼو او رسنيو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې د يو شمېر امارتي ادارو معاشات ځنډول شوي دي.

