ډېر لوستل شوي

کابل ښار ته له شاه‌وعروس بند څخه اوبه لېږدول کېږي

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند، مولوي محمد نبي بهار وايي چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ له شاه‌وعروس بند څخه ښار ته د اوبو د لېږد تړون د لاسلیک مراسم به ډېر ژر پیل شي.

ښاغلي بهار پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، دغه تړون به د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او یوه بل شرکت ترمنځ لاسلیک شي.

د ويلو ده چې په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټیټېدل او د وچکالۍ زیاتېدو له امله اړوندې ادارې هڅه کوي د اوبو د رسولو د بدیلو لارو په موندلو او د شته سرچینو په مدیریت سره د اوبو کمښت ستونزه حل کړي.

اړوند خبرونه