د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې دوه کسیز پلاوی د اسلامي هېوادونو د معیارونو او مترولوژۍ انسټيټېوټ (SMIIC) په کلنۍ عمومي غونډه کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته رسېدلی دی.
یادې ادارې ويلي، په دې پلاوي کې د ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت او د دفتر رییس مولوي وحید احمد بدري شامل دي.
ټاکل شوې چې دغه غونډه د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر له ۲۶مې تر ۲۸مې پورې دوام وکړي. په غونډه کې به د کلنیو فعالیتونو، بودجې، اوږدمهالې ستراتیژۍ او د غړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه وشي.
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې په وينا چې په دې غونډه کې د ګډون موخه د مسلکي همکاریو پیاوړتیا او له نړیوالو تجربو څخه ګټه اخیستل دي.

