د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال شيخ عبدالرحمن طیبي د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ په کندهار کې د میوند د شهیدانو له زیارت او د ملالې میوندۍ له مقبرې لیدنه کړې ده.
ياد وزارت ویلي چې د دې لیدنې موخه د یادو تاریخي آبداتو د وضعیت ارزونه او د ساتنې او بیارغونې لپاره د اړتیاوو معلومول وو.
د سرچینې په وینا، د دغو تاریخي آبداتو لومړنۍ تخنیکي سروې هم ترسره شوې او د ارزونې د پایلو پر بنسټ به یې د ساتنې او اساسي ترمیم لپاره لازم اقدامات وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت زياته کړې چې د میوند شهیدانو زیارت او د میوند جګړې د اتلې ملالۍ میوندۍ مقبره د افغانستان د تاریخي ویاړونو، عمومي مبارزو او د خپلواکۍ د ساتنې په لاره کې د سرښندنو مهم سمبولونه دي.

