ډېر لوستل شوي

له شاه‌وعروس بند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه لاسلیک شوه

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند، مولوي محمد نبي بهار وايي چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ له شاه‌وعروس بند څخه ښار ته د اوبو د لېږد تړون لاسلیک شوی دی.

د ښاغلي بهار په وینا، د دغې پروژې له لارې به په یوه ثانیه کې ۲۰۰ لېټره اوبه برابرې شي چې ۱۰۰ لېټره به یې د سطحې له اوبو او ۱۰۰ لېټره به یې له پنځو ژورو څاګانو څخه ترلاسه کېږي.

بهار زیاته کړې چې دغه پروژه به د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اوسېدونکو ته د اوبو رسولو په موخه پلې شي او شاوخوا ۵۰ زره هېوادوال به ترې ګټه واخلي.

د نوموړي په خبره، د پروژې چارې به په درېیو کلونو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه