د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون(جمعه، غوایي ۱۴مه) د کابل-جلال اباد د بدیلې لارې(لته بند) لیدنه وکړه.
په دې سفر کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سربېره د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د کابل والي ملا امین الله عبید، د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند (حاجي ګل محمد) او یو شمېر نورو مسوولینو برخه اخیستې وه. د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې د کابل-جلال اباد د بدیلې لارې پاتې چارې پیلوي او په ټاکلې موده کې به یې پای ته ورسوي.