د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي باختر اژانس ته ویلي چې په هرات کې د لومړي ځل لپاره د یوه ملي سوداګر په مټ د سرې د تولید یوې کارخونې پر فعالیت پیل وکړ.
دغه کارخونه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ۵۰۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت فعاله شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ څخه تر ۲۵ ټنه کیمیاوي سرې د تولید وړتیا لري.
ورته مهال د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي پیرمحمد حلیمي د یادې کارخونې په فعالیت خوښي څرګنده کړې او له بزګرانو یې غوښتي چې له افغاني تولیداتو ګټه پورته کړي. د ویلو ده، چې په دغه شرکت کې هیومیک اسید، کلسیم نایټریټ، ګراپ مکس، سبست او په نړیوالو معیارونو پوډري کیمیاوي سرې توليدېږي چې بزګران ترې د کرنې د ودې په موخه ګټه اخیستلی شي.