د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د بیلاروس له سفیر «الکساندر اوګورودنیکوف» سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
یاد وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د ګډو نندارتونونو جوړولو، د افغانستان – بیلاروس د ګډ سوداګریز مرکز رامنځته کولو، په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو او افغان سوداګرو ته د ویزې صادرولو په اړه بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د بیلاروس سفیر د دوهاړخیزو ناستو جوړولو او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی دی.
نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي هڅې ستایلې دي.

