د افغانستان لپاره د بیلاروس سفیر «الکساندر سریګوویچ اوګورودنیکوف» د عامې روغتیا له وزیر، مولوي نور جلال جلالي سره کتلي دي.
د روغتیا وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان روغتیايي سیستم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
په دې ناسته کې ښاغلي جلالي د روغتیا اړوند د روغتیایي کارکوونکو د تجربو شریکولو، د درملو په برخه کې افغانستان ته د درملو را واردولو او د ظرفیتلوړونې دورو اړوند وینا کړې ده.
ښاغلي وزیر د خپلو خبرو په جریان کې ویلي: ”په افغانستان کې اوسمهال د درملو تولیدي فابریکو، تشخیصیه بنسټونو او روغتونو جوړولو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه شتون لري، او کولای شو په ګډه پرته له خنډونو په دې برخه کې کار وکړو.”
بلخوا د بیلاروس نوي سفیر ويلي، هڅه یې ده چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان له روغتیایي سیستم سره نږدې کار وکړي او له افغانستان سره به روغتیايي همکارۍ پراخوي.

