د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور له خوا په ننګرهار کې د یو میلیون او ۷۸۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د ټولګټو چارو یوه پروژه پرانیستل شوه.
دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ياده پروژه نن (شنبه، د غوایي ١٥مه) د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې پرانيستل شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د اوبو لګولو د کانالونو بیارغونه، د چک بندونو جوړول او د کاریزونو بیارغونه شامله ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا پروژه د جاپان د پي. اېم. اېس. موسسې له خوا پلې کیږي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور له یادې موسسې څخه ددې پروژې د پرانیستې په پار مننه وکړه. ښاغلي منصور زیاته کړه چې د اسلامي امارت چارواکي شپه او ورځ د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې زیار باسي.
په ننګرهار کې د دغې پروژې په تطبیق سره به لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په هیواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې ګڼې پروژې پلې کړي