د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست ددې ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کلیو ترمنځ شخړه هواره کړې ده. دغه شخړه د یوې مدرسې او مسجد د ملکیت پر سر له څه مودې راهیسې رامنځته شوې وه چې د دواړو خواوو تر منځ یې مخالفتونه را پورته کړي وو.
دا شخړه وړمه ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او سیمه ییزو مشرانو په منځګړیتوب حل شوه.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د سرحدونو او قومونو چارو د وزارت په همکارۍ سلګونه لویې او وړې شخړې/دوښمنۍ هوارې شوي دي.