د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضيا احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې وزير مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ترکيې جمهوري دولت له سرپرست سفير جنګ اونال سره کتلي دي.
ښاغلي متقي له اونال سره په کتنه کې له اسراییلو سره د ترکیې د سوداګریزې راکړې ورکړې د لغوه کېدو دریځ ستایلی دی. دغه راز په دې ناسته کې پر دوه اړخیزو اړیکو، افغانستان کې د وروستیو مثبتو اقداماتو، د ګڼو هېوادونو د سياسي او اقتصادي لوړ پوړو پلاوو پر راتګ بحث او خبرې شوي.
د ترکیې سفیر ویلي: موږ د افغانستان په وروستیو پرمختګونو خوښ یو او د ترکیې او افغانستان د اړیکو د پراختیا په اړه باید په ګډه هڅه وشي. نوموړي زیاته کړې چې په څو ورځو کې به د ترکېش شرکت پروازونه بېرته کابل ته پیل شي.
یاده ناسته کې همداشان د افغانستان او ترکیې تاریخي او ښو اړیکو ته په کتو د دواړو اولسونو د تمو د ترلاسه کولو په پار پر ګډو هڅو ټینګار شوی.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ترکیې حکومت اعلان وکړ چې له اسراییلو سره یې هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه لغوه کړې ده.