د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې د بدخشان د وروستۍ پېښې د پلټنې په موخه د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري فصيح الدين فطرت په مشرۍ د يو پلاوي ټاکل کېدو ویل شوي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کوکنارو کښت او قاچاق منع دی او د له منځه وړلو چارې یې په ټول هېواد کې رواني دي. اعلامیه کې لیکل شوي چې اسلامي امارت د کوکنارو او نورو نشه یي بوټو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه اخیستي او د یاد بوټي د له منځه وړلو څخه هېڅ سیمه مستثنی نه ده.
ویل کیږي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو غوښتل چې د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې د کوکنارو کښتونه واړوي چې یو شمېر مغرضو پر یادو منسوبینو هجوم وروړی او تراکتورونه یې ورته په ډبرو ویشتي دي.
د یادې پېښې د پلټنې او هر اړخیزې څېړنې په موخه اوسمهال د ریاست الوزرا د مقام له لوري د قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ، له فرامینو او حکمونو څخه د تعقیب او نظارت لوی رئيس مولوي شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق ، د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال ملا رحمت الله نجيب او د بدخشان د علماوو د شورا رئيس مولوي عبدالمومن په ګډون یو پلاوی ټاکل شوی