د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د کونړ ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ د ګمبیري د اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند له سیمې لیدنه وکړه.
ملا منصور د اوبو د مدیریت او انرژۍ د پراختیا په برخه کې یې د یاد بند ارزښت بنسټیز وباله.
د اوبو او انرژۍ وزیر د یاد بند له سیمې څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې د ګمبیري بند جوړول د اسلامي امارت په لومړیتوبو کې شمېرل کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د ګمبیري بند تفصیلي ډيزاین چارې بشپړې شوي او د رغنیزو چارو لپاره چمتو دي. د ښاغلي منصور په قول چې د یادې پروژې تړون به ډېر ژر له دوو ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک شي. د یاد بند په جوړېدو سره به ۴۵ میګاواټه برېښنا تولید او شاوخوا دوه دیرش زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.