ډېر لوستل شوي

غور کې سېلابونو زر کورنۍ کډوالې کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبر کې ویلي چې په غور کې د ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو له کبله زر کورنۍ بې ځایه شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي چې د غور په دوو ولسوالیو مرغاب او چهارسده کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو ۲۰ کلي اغېزمن کړي، چې له کبله یې یو زر او درې اویا کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي.
دغو سېلابونو د ۵۵ دوکانونو ترڅنګ د استوګنې نږدې زر کورونه هم نیمه او په بشپړ ډول له منځه وړي دي.
بل پلو، امنیتي منسوبینو د هېواد په ګوټ ګوټ کې زیانمنو سېمو ته ځان رسولی او هېوادوال یې له ډېر زیانه خوندي کړي دي

اړوند خبرونه