ډېر لوستل شوي

د اغاجان بند رغنیزې چارې پیلیږي

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ارزګان له والي مولوي عنایت‌الله شجاع سره لیدلي او په یاد ولایت کې د اوبو پر سرچینو او ستونزو غږېدلي دي.
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور ویلي چې د اغاجان بند تخنیکي چارې پای ته رسېدلي او ډېر ژر به یې رغنیزې چارې هم پیل شي.
ښاغلي منصور زیاته کړې چې په دې ولایت کې به د عوفي بهرام شرکت په پانګونه د پینځه میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه هم پرانیستل شي.
د ارزګان والي له ملا عبدالطیف منصور سره د اوبو او انرژۍ پروژو د اړتیا په برخه کې د خلکو ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د اغاجان بند د رغنیزو چارو د پیل هرکلی یې وکړ.
د ارزګان اوسېدونکي د دغه بند پر رغونه ټینګار کوي او په وینا یې چې ددې بند په رغېدو سره به له تلپاتې وچکالۍ خلاص شي

اړوند خبرونه