ډېر لوستل شوي

د سرې میاشتې نړیواله ورځ؛ رئیس الوزرا د بشري فعالیتونو د ملاتړ غوښتونکی شو

د سرې میاشتې د نړیوالې ورځې په مناسبت، رئیس الوزا ملا محمدحسن اخوند په یوه پیغام کې له بډایه هېوادوالو غوښتي چې د سرې میاشتې له ټولنې ملاتړ وکړي.
ارګ دا خبرپاڼه نن (چهارشنبه، غوایي ۱۹مه) په خپله اېکسپاڼه خپره کړې ده.
په دغه پيغام کې ويل شوي چې د افغانستان خلک د څه لپاسه څلور نيمو لسيزو جګړو او ناامنيو تېرولو وروسته تر بل هر وخت زياتو بشري مرستو ته اړتيا لري.
رئیس الوزرا هېواد کې د بشرپاله موسسو د فعالیتونو ستاینه هم وکړه.
رئیس الوزرا زیاته کړه، مرستندویه بنسټونه د افغانستان له خلکو سره د روغتیا، اقتصادي، پرمختیايي پروژو او نورو برخو کې د مرستې مسوولیت لري.
ملا محمد حسن اخند ټینګار وکړ چې اسلامي امارت ژمن دی، هېواد کې د بشردوستانه سازمانونو د خوندي فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي دغه راز وويل، چې د افغاني سرې مياشتې له ټولنې ملاتړ په حقيقت کې د هېواد له بې وزلو، غریبو او اړمنو خلکو سره مرسته ده او دا د ټولو مسووليت دى.
د مې اتمه د سرې میاشتې له نړیوالې ورځې سره برابره ده چې په نړۍ کې د بشردوستانه فعالیتونو د یادښت په موخه نمانځل کیږي

اړوند خبرونه