عامې روغتیا نن(پنجشنبه، غوایي شلمه) د واکسین د نړیوالې اونۍ د نمانځغونډې خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا ددې ورځې د نمانځنې موخه د ماشومانو ژوند ژغورل، د راتلونکي نسل ښې روغتیا د تضمین لپاره ژمنتیا، د عامه پوهاوي د کچې لوړول، د معافیتي پروګرامونو پراختیا او وده ده.
د عامې روغتیا وزیر، ډاکتر قلندر عباد د بشریت د ژوند ژغورلو لپاره واکسین یو اړتیا یاده کړه او په وینا یې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کیږي چې لا هم د ماشومانو د مړینې کچه پکې لوړه ده. خو د نوموړي په قول وروستیو کلونو کې د روغتیايي چوپړونو پراخوالي دغه کچه کمه کړې ده.
ښاغلي قلندر همداراز زیاته کړه: د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، د Big- Catch- up تر عنوان لاندې په راتلونکو څلورو کلونو کې ۱.۸ میلیونه هغه ماشومانو ته چې کرونا ویروس له وجې له واکسین څخه پاتې شوي، د روټین واکسینونو یو ګړندی پرواګرام چمتو کړي.
واکسین د ماشومانو په روغتیا کې رغنده رول لري چې په کال کې ورته یوه اونۍ ځانګړې شوې او په ټوله نړۍ کې په روغتیایي شعارونو او غونډو نمانځل کیږي