د بغلان، غور، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو ویلي چې نننیو سېلابونو ورته پراخ زیانونه اړولي دي.
دغو سېلابونو یو شمېر کلي لاندې کړي او د خلکو کروندې یې ویجاړې کړي دي.
ویل کیږي چې دا سېلابونه د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم لري.
تر اوسه ددغو زیانونو دقیقه کچه مالومه نه ده.
بل پلو، د هوا پېژندنې ادارې پرون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د درنو اورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی و